پنجشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۰
دلویې څارنوالۍ دالحاقیې ودانیو جوړولو چارې ګړندۍ پرمخ روانې دي،ددې ودانیوکارونه ۸ میاشتې مخکې پیل شوي ، چې تردې مهاله یې ۲۶ سلنه کارونه پرمخ تللي اوټاکل شوې چې په راتلونکو ۱۴ میاشتوکې بشپړ شي.
دغه ودانۍ چې په ملي معیارونو او عصري وسایو سمبال جوړیږي مالي لګښت یې د پایتخت زون پرمختیایي ادارې له لوري ورکول کیږي،چې رغنیزې چارې یې د ملي پراختیا شرکت اړوند افغاني ودانیز ریاست پرمخ وړي.
د یادونې وړ ده چې اوسمهال د ملي پراختیا شرکت د هیواد په کچه سلګونه لویې او وړې پروژې تر کار لاندې لري، چې زرګونه هیواد والو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.