د ملي پراختیا شرکت د برنامو مرستیال نجیب الله شینواري د پروژې له کاري پرمختګ او همدا راز ددې شرکت له کاري شرکاوو، مسئولینو او کارمندانو سره د لیدنې په موخه کندهار او ننګرهار ولایتونو ته سفر کړی.

ښاغلي شینواري په دې دوو ولایتونو کې د ملي پراختیا شرکت د پروژو د غوره پلي کیدو او کاري اغیزمنتیا د ډيرښت لپاره له مسئولینو سره د پروژې د ډيزاین او څرنګوالي په اړه خبرې او لازمې لارښوونې کړې.
ددې سفر په ترڅ کې د ملي پراختیا شرکت د پلانونو مرستیال، د کندهار ولایت د میرهزار جومات د ودانیزو کارونو د بیا پيلیدو په موخه، چې د یو لړ لاملونو له امله ېې کارونه دریدلي وو له ځایی چارواکو او مشرانو سره وکتل او ددې پروژې کارونه له سره پیل شول.

له بلې خوا د یادو ولایتونو ځایی چارواکو او مسئولینو له ښاغلی شینواري سره په کتنه کې د ملی پراختیا شرکت له کاري څرنګوالي څخه خوښی څرګنده کړه او د ملی پراختیا شرکت سره ېې د لا همغږی او همکارۍ لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.