چهارشنبه ۱۲ وږی ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت عمومي اجراییوي رییس عبدالرحمن عطاش، ددې شرکت د تولیداتو د سمون او پراختیا مرستیال عبدالمومن منصور او یوشمیر نورو مسئولینو نن چهارشنبه بلخ کې ددې شرکت له لورې د پراختیايي او ودانیزو پروژو د پلي کولو او ارزولو په موخه سفر وکړ او په دې تړاو ېې له والي سره ېې لیدنه وکړه.
ددې سفر په ترڅ کې ښاغلي عطاش د بلخ له والي ښاغلي محمد اسحق رهګذر سره په کتنه کې د ملي پراختیا شرکت له لورې د پراختیايي پلانونو او پروژو د پلي کولو د څرنګوالي په تړاو بحث او خبرې کړي.
په لیدنه کې د ملي پراختیا شرکت اجراییوي رییس له ولایتي ادارې څخه غوښتي څو په ملي پراختیا شرکت کې د مدغم شوو تصدیو د غصب شوو ځمکو د بیرته لاسته راوړو په برخه کې ټينګه همکاري وکړي.
بلخوا د بلخ والي د ودانیزو او رغنیزو چارو په برخه کې د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ کړنې د قدر وړ او بې سارې یادې کړي او دا شرکت ېې د وړتیا او باور وړ مرجع بللی او له ښاغلي عطاش څخه ېې غوښتنه کړې څو د نورو ودانیزو چارو سربیره، بهاءالدین ولد خانقا رغولو، د مزار هوټل ودانۍ جوړولو، د آموسیند تحکیماتو، د اوبو د وړو بندونو جوړولو، د مولانا جلاالدین محمد بلخي هوايي ډګر ته د خوندي اوبو رسولو ته هم پاملرنه وکړي.
ښاغلي عطاش د بلخ والي ته دې ولایت کې د ملي پراختیا شرکت د کار لاندې پروژو او په یادوشوو مواردو کې د هر راز مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته ېې کړه چې شته پراختیايي پروژې به په لوړ کیفیت او خپل ټاکلي وخت سره بشپړې شي او ددې ولایت د پراختیا لپاره به خپلې هڅې روانې وساتي.
همداشان ددې سفر په ترڅ کې د ملي پراختیا شرکت اجراییوي رییس د حیرتانو له بندري ښارګوټي څخه په دې موخه لیدنه وکړه چې هلته د کانال او شنوخونو د جوړولو شونتیا او امکانات وسنجوي څو له شته سرچینو په استفادې د هیواد پراختیا او ځان بساینې ته لار هواره شي.