د ملي پراختیا شرکت د بشري سرچینو ریاست د وړتیا لوړنې څانګې لخوا ددې شرکت کارمندانو ته د وخت د مدیریت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ په لاره واچول شو.
دا ورکشاپ چې د ملي پراختیا شرکت په تالار کې پرون پیل او نن به پای ته ورسیږي، پکې شاوخوا ۲۰ کسانو د وخت د مدیریت او د وړتیا لوړونې په موخه برخه اخیستې.
د بشري سرچینو ریاست د وړتیا لوړونې مسئول روح الله محمودي چې کارمندانو ته دا روزنیز ورکشاپ وړاندې کوي وايي: د ملي پراختیا شرکت د بشري سرچینو څانګه غواړي د یوې سالمې، قانونمندې او وړۍ ادارې او په کار پوه پرسونل د درلودو لپاره په راتلونکو کې د لنډ مهاله روزنیزو پروګرامونو ترڅنګ، د منځ مهاله او وږد مهاله زدکړو او روزنې لپاره زمینه هم برابره کړي.
د یادونې وړ ده چې د بشري سرچینو دې څانګې د اداري کارکوونکو د وړتیا لوړونې په موخه په اداري او مدیریتي برخو کې د روزنیزو پروګرامونو د ورکړې لړۍ پیل کړې چې په بیلابیلو وختونو کې به دوام ومومي.