دوشنبه ۱۷ وږی ۱۳۹۹
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اړوند د زیتونو بڼونو او د زیتونو تولیدي فابریکې ته، د ملي پراختیا شرکت تر رهبرۍ لاندې د وادي کرنیز شرکت د مسئولینو د خاصې پاملرنې له امله د زیتونو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی.
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت تخنیکي مرستیال ښاغلی ذبیح الله فضلي وايي سږکال به ننګرهار ولایت کې د کانال اړوند زيتونو بڼونو حاصلات د تیر کال په پرتله څو چنده زيات وي او د ۵۰۰ټنو اتکل ېې کیږي.
د ښاغلي فضلي په وینا تیر کال له دې بڼونو څخه کابو ۱۰۰ ټنه تور او شنه زیتون راټول شوي وو، چې له څه کم ۴ټنو څخه ېې اچار او پاتې نورو څخه ېې تیل ویستل شوی وو او دا کال به له راټولو شوو زیتونو څخه لس ټنه ېې اچارو ته بیل او پاتې نورو څخه به ېې تیل وویستل شي.
نوموړی زیاتوي له هغې ورځې چې د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په ملي پراختیا شرکت کې مدغم شوی، د نورو برخو په څير د زیتونو بڼونو مسلکي او عصري ډول پالني، اوبو رسونې او کیمیاوي سرې د ورکړې سیستم ته ېې ښه پاملرنه شوې او همدا لامل دی چې د نورو کلونو په پرتله ېې د روان کال حاصلات ډير اټکل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په ننګرهار ولایت کې د زیتونو دولتي باغونه په ۱۳۴۲ کال کې جوړ شوي، ١٧٢٠ هکتاره ځمکه په ځان کې رانغاړي، چې پکې د زیتونو دوه سوه اویا زره حاصل ورکوونکې ونې شته چې نیمايي ېې له کرنیزې پالنې یا اګرو تخنیکي عملېې وروسته په حاصل راغلي او پاتې نورې به ېې هم له پالنې وروسته حاصل ورکړي چې ورسره به د زیتونو په حاصلاتو کې زیاتوالی راشي.
همداشان د زیتونو د بڼونو د پراختیا او د فابریکې د تولید لپاره لنډ مهالي او وږد مهال پلانونه شته چې یو له هغوی څخه راتلونکی کال د ٧۰٠٠٠ تازه نیالګيو کرله ده چې ورته چمتووالی نیول شوی دی.