یکشنبه ۲۳ وږی ۱۳۹
د ملي پراختیا شرکت د برنامو مرستیال ښاغلی نجیب الله ننګیال شینواری تیره ورځ د جمهوري ریاست د عالي مقام د فرمان په اساس د پلازمینې زون د خپلواکه ادارې د نوي رییس په توګه وګمارل شو.
د ښاغلي شینواري د پيژندنې په ناسته کې، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې مشر احمد وافي امین، د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال داکټر ضیاالله شفیق، د همغږۍ او تولیداتو د پراختیا مرستیال عبدالمومن منصور او ددې شرکت نورو لوړ پوړو مسئولینو، د چارو او د ملي تدارکاتو د ادارو مرستیالانو استاد نوید او عبدالتواب یوسفزي، د چارو د ادارې لوی سلاکار حبیب الله اصغري او د پلازمینې زون ادارې یو شمیر کارمندانو ګډون کړی وو.
د پلازمېنې زون د خپلواکه ادارې نوي رییس ښاغلي نجیب الله ننګیال شینواري له معرفي کیدو وروسته د جمهوري ریاست د عالي مقام له باور څخه مننه وکړه او ددې ادارې د پراختیا او موخو ته د رسیدو لپاره ېې د نه ستړېکیدونکو هڅو ډاډ ورکړ.
د یادونې ده ښاغلی شینواری چې د هندوستان له ډهلي او کابل پوهنتون څخه د ماسټرۍ دوه ډیپلومونه لري او په ساختماني برخو کې د انجنیري او مدیریت پراخه تجربه لري، د فاع وزارت د ملکیتونو او ساختمانونو د رییس په توګه له خدمت وروسته ېې، له تیرو څو میاشتو راهیسې د ملي پراختیا شرکت د برنامو د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.