سه شنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۹
د افغانستان د ملي پراختیا شرکت د مشرتابه په وړاندیز او د ولسمشرۍ د عالي مقام په لارښوونه، سید نسیم خلیق د ملي پراختیا شرکت د نظارت او مراقبت د رییس په توګه نن رسماً معرفي شو.
ښاغلی خلیق نن سه شنبه د وږي میاشتې په ۲۵ مه نیټه د ملي پراختیا شرکت د مالي او اداري مرستیال ښاغلي ډاکټر ضیاءالله شفیق لخوا د یوې ناستې په ترڅ کې ددې شرکت ادارې کارمندانو ته وروپیژندل شو.
په دې اړه جوړه شوې ناسته کې چې شرکت پورې د اړونده ادارو لوړپوړو مسئولینو او ځینو مامورینو هم ګډون کړی وو، ښاغلي ضیاءالله شفیق نوموړي ته په نوې دنده کې د بریا ترڅنګ، د هغه پخوانۍ کړنې او کارکردګۍ وستایلې او هغه یې یو وړ، با استعداده او دې څانګې ته مناسب کس یاد کړ او وېې ویل چې ټاکل به ېې د ملي پراختیا شرکت د موخو په ترلاسه کولو او غوره پلې کیدا ښه اغیز وکړي.
د ملي پراختیا شرکت د نظارت او مراقبت څانګې نوي رییس د خپلې معرفي پرمهال د هغه په ګمارلو کې د شرکت له مشرتابه او لوړ پوړو مسئولینو له اعتماد او باور څخه مننه وکړه او ژمنه ېې ورکړه چې سپارل شوې دنده به په بشپړې رښتینوالۍ، صداقت او ایماندارۍ ترسره کړي.
د یادونې وړده چې سید نسیم خلیق له دې څخه مخکې په بیلابیلو حکومتي پوستونو او بنسټونو کې دندې ترسره کړي او په اړونده برخه کې پخه کاري تجربه لري او وروستۍ دنده ېې د ښارجوړونې وزارت د ودانیزو چارو د معین په توګه وه.