یکشنبه ۶تله ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ په وړاندیز او د ولسمشرۍ د عالي مقام د منظورۍ په اساس ښاغلی محمد ظاهر عبادي د غوري سمنټو فابریکو د رییس او ښاغلی عبدالقوی زاهد ېې د مرستیال په توګه وټاکل شو.
په دې اړه جوړې شوې غونډه کې چې د غوري سمنټو فابریکو په ریاست کې جوړه شوې وه، ددې فابریکو یو شمېر مسئولینو او کارکوونکو ترڅنګ، د ملي پراختیا شرکت د تولیداتو د انسجام او پراختیا مرستیال عبدالمومن منصور او ددې شرکت ځینو نورو لوړ پوړو مسئولینو، ددې ولایت د سیمه ییز ادارو چارواکو، د غوري سمنټو فابریکو پخواني سرپرست او د شمال د ډبرو سکرو اوسني رییس ښاغلي ریاض الدین شریفي هم ګډون کړی وو.
په دې ناسته کې د ملي پراختیا شرکت د تولیداتو د انسجام او پراختیا مرستیال عبدالمومن منصور دواړو ته د نوې دندې مبارکي ورکړه او هغوی ته ېې په سپارل شوي مسئولیت کې د بریا غوښتنه وکړه او د غوري سمنټو فابریکو د مخکینی سرپرست ریاض الدین شریفي لخوا ېې ترسره شوې چوپړتیاوې او کارکردګۍ د ستاینې وړ وبللې.
ښاغلي محمد ظاهر عبادي او عبدالقوی زاهد د حکومت او ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ له باور څخه مننه او ژمنه یې وکړه چې په رښتینولۍ او رڼښت سره به سپارل شوې چارې سمبالوي او ددې فابریکو د لا پراختیا لپاره به په خپل ټول قوت سره هڅې وکړي.
ښاغلی عبادي او زاهد چې د ماستړۍ تر کچې ېې لوړې زده کړې کړي او په دولتي ادارو کې پراخه کاري او مدیریتي تجربه لري، ګمارل یی کولی شي د غوري سمنټو فابریکو چارې ګړندۍ او د لا پراختیا لامل ېې شي.
همداراز ښاغلی سراج الدین ناصري چې د ماسترۍ تر کچې لوړې زدکړې او کاري تجربه لري، د شمال د ډبرو سکرو د کانونو ریاست د نوی اداري مرستیال په توګه وپيژندل شو.