سه شنبه ۸تله ۱۳۹۹
له غصبه د ملي پراختیا شرکت تر چتر لاندې شرکتونو او فابریکو د ځمکو بیرته خلاصولو په لړ کې، د ننګرهار وادي کرنیز شرکت (کانال) اړوند هډې فارم کې، دوه نیم جریبه ځمکه چې له کلونو راهیسې د غاصبینو په منګلو کې وه خلاصه کړل شوه.
‏یاده ځمکه چې ‌‏د ملي پراختيا شرکت اجرائيوي ر‏ییس عبدالرحمان عطاش او د ننګرهار والي ضياالحق امرخېل تر رهبری لاندی د غصب شوو ځمکو د استرداد ‏کمیسیون په همکار‏ۍ،‏ د قضايي‏ ادارو د پرېکړې پر بنسټ رسماً تیره ورځ د تلې په ۷مه نیټه دې شرکت ته وسپارل شوه په اړه ېې د ننګرهار وادي کرنیز شرکت مشر عبدالقهار حیدري وايې ددې شرکت اړوند غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو لړۍ دوام لري او له دې ځمکو څخه به په راتلونکو کې په پراختیايي برخو کې سالمه ګټه پورته کړل شي.
دا په داسې حال کې ده له هغې وروسته چې د ننګرهار کانال مسئولیت د ملي پراختیا شرکت ته وسپارل شو په سلهاوو جریبه ځمکه ېې د غاصبینو له منګلو شوې، چې وروستۍ بیلګه ېې د بهسودو ولسوالۍ‏ ثمرخېلو ‏سیمه ‏کې د هډې فارم ۲۳۲‏ جریبه ځمکه وه چې د غاصبينو خلاصه ‏کړل شوه.