سه شنبه ۲۲ تله ۱۳۹۹
د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا د ملي پراختیا شرکت، د ودانیزو شرکتونو د پروژو یوشمیر پلې کوونکو انجنیرانو او د تخنیکي څانګو آمرینو ته، د PMIS سیسټم د کارولو یو ورځنۍ ورکشاپ په لاره واچول شو.
دا روزنیز ورکشاپ چې د ملي پراختیا شرکت په تالار کې نن د ملي پراختیا شرکت د دفتر رییس وحیدالله رحمدل او ددې شرکت د نظارت او مراقبت د رییس سید نسیم خلیق لخوا پرانیستل شو، پکې کور جوړونې، بنايي، هلمند ودانیز او افغاني ودانیز شرکتونو انجنیرانو او تخنیکي آمرینو د یاد پروګرام د زدکړې لپاره برخه اخیستې وه.
د پروژې مدیریت د معلوماتو بریښنایي سیسټم (PMIS)، د پروژې د مدیریت پروسې پایلې راټولولو، یوځای کولو، خپرولو او کارولو سیسټم دی چې د یوې ادارې او د هغې د مدیریتي کارونو د چټکتیا، همغږۍ او پلې کولو کې مرسته کوي ترڅو په بریالیتوب سره پروژې او چارې ترسره شي.