د ملي پراختیا شرکت تدارکاتي ټيم او غړو ته د ملي پراختیا شرکت له لورې، په تدارکاتي برخو کې د هغوی د وړتیا او ظرفیت لوړونې په موخه روزنیز ورکشاپ ترسره شو.
په دغه ورکشاپ کې چې چې نن د ملي پراختیا شرکت په تالار کې تر سره شو، د شرکت اړوند تدارکاتي مختلفو څانګو کارکوونکو پکې ګډون کړی وو؛ د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال ښاغلي ډاکټر ضیاءالله شفیق په اړوند برخه او د چارو د سمون په تړاو خبرې وکړې او دا شان روزنیز پروګرامونه ېې د اړین او مهم یاد کړل.
په دې ورکشاپ کې چې د ملي پراختیا شرکت اړوند ادارو شاوخوا ۲۰تنو تدارکاتي کارکوونکو پکې برخه اخیستې وه، جوړ شوی ورکشاپ ېې د چارو د لا سمون او چټک ترسره کولو په برخو کې ګټور وباله.
دا په داسې حال کې چې تر دې وړاندې هم د ملي پراختیا شرکت خپلو اړوند کارکوونکو او کاري تخینکي ټيم ته په بیلابیلو وختونو کې د هغوی د کاري وړتیا لوړنې په موخه روزنیز ورکشاپونه په لار اچولي چې تر ډيره ګټور واقع شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري.