سه شنبه ۲۹تله ۱۳۹۹
د کابل اورښت اوبو مدیریت پروژه کې د سطحي اوبو د کنټرول په موخه، د پلازمینې په چاپير لوړ کې، له ۱.۹میلیونو څخه ډیرې وړې کندې کیندل او ۲۵کوچني بندونه جوړ شوي دي.
دا پروژه چې په کابل ښار کې د سطحي اوبو د کنټرول، د ځمکې لاندې اوبو د لوړوالي او خلکو ته د کاري بوختیا لپاره په لار اچول شوې، د ملي پراختیا شرکت لخوا پلي کیږي.
دمګړۍ په دې پروژه کې له لسو زرو څخه ډير کسان په کار بوخت دي او د پروژې له پیله تر دې دمه له ۳۰زور څخه ډير کارګر په دندو ګمارل شوي دي.
ددې پروژې لومړی پړاو چې پکې د خندقونو کیندل او د چکدمونو جوړول شامل دي، له یو کال او شپږو میاشتو څخه به ډیر وخت ونیسي او دویم پړاو کې د میلیونو نیالګیو د کښت وار دی چې په بشپړیدو سره به ېې د کابل شاوخوا لوړې او غونډۍ، په میوه لرونکو او بې میوو نیالګیو شنې او وپوښل شي.
دیادې پروژې ټول مالي لګښت ۱۲ملیارده افغانۍ کیږي چې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړ ادارې له بودیجې څخه ورکول کیږي.