پنجشنبه ۱ لړم ۱۳۹۹
نن د لړم میاشتې په لمړۍ نیټه د غوري سیمنټو فابریکو پخوانی مشر ریاض الدین شریفي د هغه د ښو کړنو او کارکردګیو له امله د مشرانو جرګې د نایب منشي محمد فیصل سمیع لخوا وستایل شو.
له کله چې د غوري سیمنټو فابریکې، د ملي پراختیا شرکت سره يو ځاي شوي، د غوري سمنټو د تولیداتو په کیفیت او کمیت کې ښه والی راغلی او د عوایدو کچه ېې په مراتبو لوړه شوې او اداري سمونونه، په ۱۳۰جریبه ځمکه کې د ترقي په نوم بڼ او د فابریکې څیرمه د ماهي روزلو د فارم جوړول نور کارونه دي چې په دې وروستیو کې د غوري سمنټو فابریکو کې ترسره شوي دي.
د یادونې ده چې ریاض الدین شریفي د ملي پراختیا شرکت د مشرتابه له لورې اړتیا ته په کتو په دې ورستيو کې د شمال ډبرو سکرو د رییس په توګه تعیین او تبدیل شو .