شنبه ۱۰ لړم ۱۳۹۹
په عصري ټکنالوژۍ د زده کوونکو د سمبالښت او تعلیمي کچې لوړولو په موخه، د بدخشان ولایت جرم ولسوالۍ په څلور بابه ښوونځيو کې د کمپیوټر لبونو د جوړولو کار بشپړ شوی دی.
دا کمپیوټر لبونه؛ د فیض آباد ښار په کوکچه، شهید سایف او ترګني په ښوونځیو او د جرم ولسوالۍ په غیاثي لیسه کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
یاده پروژه د جمهوري ریاست د ملي پرختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیز ریاست لخوا پلې شوې، چې په هر یوه ېې نهه سوه زره افغانۍ لګښت راغلی.
د یادونې وړ ده چې د بدخشان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ټولټال ۴۷ بابه ښوونځي د دې پروګرام تر پوښښ لاندې راغلي او تمه ده پاتې نور ښوونځي هم په دې سیستم سمبال او د زده کوونکو ګټې اخیستنې ته چمتو شي.