یکشنبه ۱۱ لړم ۱۳۹۹
د کندز ولایت پوهنتون کې د ملي پراختیا شرکت لخوا د انجونو لپاره په یوې لیلیې ودانیز کارونه جریان لري.
دا لیلیه چې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ په ۶۰۰۰متره مربع مساحت ځمکه کې له تهکوۍ سره په شپږو پوړونو کې ودانیږي، ودانیزې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ساختماني ریاست لخوا پرمخ وړل کیږي.
یاده لیلیه چې ۱۰۰۰تنو ښځينه محصلانو د ځاییدو وړتیا لري، د ودانیزې چارو له بشپړېدو سره به ېې د محصلو انجونو د اوسیدو ستونزې حل شي.