سه شنبه ۱۳ لړم ۱۳۹۹
د غور ولایت پوهنتون کې د ښوونې او روزنۍ پوهنځي ودانۍ، ودانیزې چارې نږدې ۵۰ سلنه پرمخ تللي او پاتې کارونه به ېې هم په چټکۍ بشپړ شي.
یاده ودانۍ چې په ۱۶۰۰مربع متره مساحت ځمکه کې په دریو پوړونو کې ودانه شوې او په یو وخت کې به د شاوخوا ۱۰۰۰تنه محصلینو د ځاییدو وړتیا ولري، ۳۵ درسي او اداري خونې، دوه کنفرانس خونې، یو کتابتون او د اړتیا وړ برخې او خونې لري او د مرکز ګرمي په مجهز سیستم به سمبال شي.
ددې پروژې ودانیزې چارې د ښارجوړونې او ځمکو وزارت په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ریاست لخوا پرمخ وړل کیږي.