سه شنبه ۱۳ لړم ۱۳۹۹
دا روزنتون چې د جوزجان ولایت د ملي پراختیا شرکت، د کور جوړونې ریاست لخوا ودانیږي، کارونه به ېې ډير ژر بشپړ شي.
ددې روزنتون ودانۍ له وړاندې جوړو قطعاتو څخه په استفادې، د ښارجوړونې او ځمکو وزارت په مالي ملاتړ جوړیږي، دمګړۍ بنسټیزې چارې بشپړې شوي او ډير ژر به ېې د بریښنا سیستم، کاشي کارۍ، اوبو رسونې او رنګ چارې پیل شي.
د یتیمانو او بیوزلو لپاره روزنتون یوه لیلیه، شپږ صنفه ښوونځی او کلنیک لري او له پرانیستو سره به ېې کابو ۲۵۰ تنه ماشومانو ته پکې د روزنې، لیلیې، وړکتون، خوړنتون او هر ډول اړوند لازمي اسانتیاوي موجودې وي.
همداشان د ملي پراختیا شرکت لخوا دمګړۍ له جوزجان سربیر، په نورستان، لوګر، تخار او دایکندي ولایتونو کې د روزنتونو په جوړولو چارې روانې دي.