چهارشنبه ۱۴ لړم ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت اړوند د ننګرهار وادي کرنیز شرکت مرستیال انجینر ذبیح الله فضلی او د ډنمارک د کډوالو اداری د معیشت څانګې مسئول انجنیر حزب الرحیم ترمنځ د دریم فارم د کانالونو د پاکولو په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو.
د ډنمارک دکډوالو موسسه (DRC) چې په ۲۰۱۱زیږدیز کال کې ېې په افغانستان کې خپل فعالیت پیل کړ، په هیواد کې د ګډوالو او بیرته راستنیدونکو، بیځایه شوو او جګړه ځپلو سره بیلابیل ډوله مرستې کوي.
په یاده پروژه کې د کانال پاکولو بدل کی خلکو ته پیسې ورکول کیږي؛ له یوې خوا کار او له بل اړخه به کانال پاک شي او څه کم ۱۰۰تنه به په کار وګمارل شي چې د یوې میاشتې لپاره به دوام وکړي.