پنجشنبه ۱۵ لړم ۱۳۹۹
ددې پروژې ودانیزې چارې د ښار جوړونې او ځمکو وزارت لخوا په ۱۳۹۳ لمریز کال کې پیل شوې، خو د یو لړ لاملونو له امله ېې کارونه په ټپه ودریدل، چې په ورستیو کې یې بیاځلي کارونه د ملي پراختیا شرکت لخوا پیل شول.
د بنايي ښارګوټي په نوم دا پروژه چې کارونه ېې هم د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ودانیز ریاست لخوا پرمخ وړل کیږي، د پلازمېنې کابل ښارد بګرامیو په سیمه کې موقعیت لري او د ۴۰ بلاکونو له ډلې چې د جوړولو پلان ېې شته په ۱۱ېې کارونه پیل شوي او د پاتې نورو ودانیزې چارې به یې هم په راتلونکو کې پیل شي.
یاد بلاکونه چې له تهکوۍ سره په ۱۰ پوړونو کې ودانیږي؛ درې اطاقه اوپنځه اطاقه دي او د مرکز ګرمۍ او لیفت سیستم سربیره پکې، جوماتونه، ښوونځی، وړکتون، روغتیایي کلینک، تفریحي پارک، د ورزشي لوبو ځایونه او څلور پوړیز سوداګریز مارکیټونه هم شامل دي.
د یادونې وړ ده دمګړۍ په دې ښارګوټې کې شاوخوا ۲۰۰تنه ماهر او غیرې ماهره کسان په کار بوخت دي او همداشان د ملي پراختیا شرکت لخوا پلازمینه کابل کې په نورو پراختیايي پروژو هم کارونه روان دي چې زرهاوو تنو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.