دوشنبه ۱۹ لړم ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت لخوا دایکندي ولایت کې یو باب روزنتون تر ودانیزو چارو لاندې دی چې کارونه ېې نږدې بشپړ او څه موده وروسته به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دا روزنتون چې د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ریاست لخوا، د ښارجوړونې او ځمکو وزارت په مالي ملاتړ، له وړاندې جوړو ودانیزو قطعاتو څخه په استفادې جوړ شوی؛ دمګړۍ ېې بنسټیزې چارې بشپړې شوي او ډير ژر به ېې د بریښنا، کاشي کارۍ، اوبو رسونې، رنګ او نورو اړوندو چارو کارونه پیل شي.
یتیمانو او د بیوزلو کورنیو ماشومانو د روزنې او پالنې لپاره دا روزنتون یوه لیلیه، شپږ صنفه ښوونځی، خوړنتون او کلنیک لري چې له پرانیستو سره به ېې نږدې ۲۵۰ تنه ماشومانو ته پکې د روزنې او نورو اړینو چوپړتیاوو د رسولو زمینه مساعده شي.
له دې ولایت سربیره د ملي پراختیا شرکت لخوا په جوزجان، نورستان، لوګر او تخار ولایتونو کې په یو یو باب روزنتونو ودانیزې چارې روانې دي چې ډیر ژر به ېې کارونه بشپړ شي.