دوشنبه ۱۹ لړم ۱۳۹۹
ملي پراختیا شرکت پورې اړوند د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د بڼدارۍ د پراختیا او نوو بڼونو د جوړولو په موخه په کابو ۴۳هکتاره ځمکه د مالټو په زرهاوو نیالګي کینول.
دا نیالګي چې تیره ورځ ددې شرکت د یوشمیر مسئولینو، قومي مشرانو، ځاي استوګنو په شتون کې د ننګرهار کانال (وادي کرنیز شرکت) درېيم فارم کرنیزو ځمکو کې کینول شول او شاوخوا دوه ميلونه افغانۍ پرې لګښت راځي، شمیر ېې شاوخوا ۱۵زرو ته رسیږي.
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت مرستيال ذبيح الله فضلي د تازه نیالګیو او باغونو د جوړولو موخه، د میوو له اړخه د هیواد ځانبساینه او له کرنیزو ځمکو څخه مفیده استفاده بولي او وايي چې د ملي پراختیا شرکت په مشرۍ د ننګرهار وادي کرنیز شرکت مسئولین هڅه کوي د کانال اړوند ځمکو څخه په ګټورې استفادې سره، د مېوو، غله جاتو او لبنیاتو په تولید کې زیاتوالی راشي.
که څه هم چې د افغانستان خاوره او هوا هر راز کرکیلې ته مناسبه ده؛ مګر لا هم د اړتيا وړ خوړن توکي او تازه مېوې له نورو هېوادونو څخه را واردیږي، خو د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د خپلو پراختیايي پلاونونو په عملي کولو سره هڅه کوي په اړوند برخو کې په پردیو اتکا راکمه او له منځه ېې یوسي.