چهار شنبه ۲۱ لړم ۱۳۹۹
په عصري ټکنالوژۍ د زده کوونکو د سمبالتیا په موخه به، د بغلان ولایت أبو مسلم خراساني ښوونځی ډير ژر په کمپیوټر لب سمبال شي او ډير ژر به زدکوونکي ورڅخه د زدکړو په برخه کې کار واخلي.
دمګړۍ دې ښوونځي کې د بریښنا لپاره سولرونه، بطرۍ، میزونه، څوکۍ او نور اړونده وسایل نصب شوي چې د کمپیوټر زدکړۍ د درسي خونې لپاره اړین دي.
یاده پروژه د جمهوري ریاست د ملي پرختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیز ریاست لخوا پلې شوې او یو شمیر نورو ولایتونو کې به هم ډير شمیر ښوونځي په کمپیوټر لبونو سمبال شي.