پنجشنبه ۲۲ لړم ۱۳۹۹
د تاریخي آبدو، ترمیم، بیارغونه او ساتنه ملي وجیبه ده، نو په همدې موخه د هیواد په یو شمیرو ولایتونو کې په ځينو تاریخي او لرغونو ودانیو او آبدو د بیارغونې کارونه روان دي.
یو له دې تاریخي آبدو څخه په کندهار ښار کې د میر هزار جومات دی چې ودانیزې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیز ریاست لخوا پرمخ وړل کیږي.
دا لرغونی جومات چې د کندهار ښار دویمه ناحیه کې موقعیت او ۷۶۷ متر مربع مساحت لري، د څه کم ۱۳میلیونه افغانیو په مالي لګښت چې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت لخوا ورکول کیږي بیارغول کیږي او ډیر ژر به ېې کارونه بشپړ شي. د ملي پراختیا شرکت د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د لسهاوو ودانیزو او ټولګټو پروژو سربیره، د تاریخي آبدو د بیارغونې چارې هم پرمخ وړي، چې له یوې خوا خلکو ته د کاري بوختیا او له بل پلوه د هیواد د آبادۍ او تاریخي هویت د ژوندي ساتلو لامل کیږي.