شنبه ۲۴ لړم ۱۳۹۹
د کوید ۱۹(کرونا) ناروغۍ دوهمې څپې د ګواښونو کابو کولو په موخه د څو نورو ولایتونو په څیر، په غور ولایت کې هم د یو مجهزه روغتون د جوړولو چارې پیل شوي دي.
دا روغتون چې د آسیا پراختیايي بانک(ADB) په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ریاست لخوا د وړاندې جوړو ودانیزو قطعاتو څخه په استفادې جوړیږي، په څو میاشتو کې به ېې ودانیز کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
له جوړیدو سمدستي به دا روغتون له کرونا ویروس سره د مبارزې او درملنې په موخه، په عصري روغتیايي وسایلو سمبال شي او د سل بستره ظرفیت په درلودو به، بیلابیلې روغتیايي، تشخیصیه او اړتیا وړ څانګې ولري.