شنبه ۲۴ لړم ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت د وړاندیز او د ولسمشرۍ د عالي مقام په منظورۍ ښاغلی محمد ظریف ستانکزی په فوق رتبه کې د ملي پراختیا شرکت د داخلي پلټنې د رییس په توګه معرفي شو.
ښاغلی ستانکزی نن شنبه د ۱۳۹۹کال د لړم میاشتې په ۲۴ نیټه، د ملي پراختیا شرکت د تولیداتو د انسجام او پراختیا د مرستیال ښاغلي عبدالمومن منصور لخوا ددې شرکت یو شمیر لوړ پوړو کارکوونکو ته ور وپیژندل شو.
د یادونې ده د ملي پراختیا شرکت د داخلي پلټنې رییس ښاغلي ستانکزي تر دې وړاندې د پلټنې عالي ادارې د حکومتدارۍ د سکتور او د قانون د ټینګښت، د مالېې وزارت د پلټنې د عمومي او د ملکیتونو د لوی رییس په توګه دندې ترسره کړي او د دوکتورا تر کچې لوړې زدکړې او د حقوقي پلټنو په برخه کې پخه تجربه لري؛ ګمارل ېې کولی شي د ملي پراختیا شرکت په ادارو کې د سمونونو په راوړو، د چارو د همغږۍ او ښه مدیریت او په ټوله کې ددې شرکت ستراتیژیکو موخو ته د لاسرسي په برخه کې ګټور واقع شي.