یکشنبه ۲۵ لړم ۱۳۹۹
د لوبو دا جمنازیم چې د کنړ ولایت مرکز اسعد آباد کې جوړیږي او د ورزشي لوبو، لوبغاړو او مینوالو ته به د هوساینې او آسانتیاوو لامل شي، له لس سلنه پاتې ودانیزو چارو له بشپړیدو وروسته به پرانیستل شي.
دا پروژه د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت دبنايي ودانیز ریاست لخوا جوړیږي.
یاده دې وي دا مهال د کونړ په مرکز او ولسوالیو کې د ملي پراختیا شرکت له لورې له یو یو محراب جومات سربېره، د اسعد آباد په ۲۰۰ بستریز روغتون، سید جماالدین افغان پوهنتون کې په لیلېې او ځینو نورو پروژو کارونه روان دي چې بشپړیدو سره به ېې په اړوند برخو کې خلکو ته د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي