سه شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ریاست لخوا لوګر ولایت کې په یو باب روزنتون ودانیز کارونه روان دي چې څه موده وروسته به ېې کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دا روزنتون د ښارجوړونې او ځمکو وزارت په مالي ملاتړ، له وړاندې جوړو ودانیزو قطعاتو څخه په استفادې د ملي پراختیا شرکت لخوا د لوګر مرکز پل علم ښار کارته مامورین سیمه کې جوړیږي؛ دمګړۍ ېې اساسي ودانیز کارونه بشپړ شوي او د بریښنا، کاشي کارۍ، اوبو رسونې او رنګ په څير پاتې کارونه به ېې هم په نږدو کې بشپړ شي.
یتیمانو او د بیوزلو کورنیو ماشومانو د روزنې لپاره دا روزنتون لیلیه، ښوونځی، خوړنتون او کلینیک لري او له پرانیستو سره به ېې نږدې ۲۵۰ تنه ماشومانو ته پکې د روزنې او نورو اړینو چوپړتیاوو زمینه برابره شي.