چهارشنبه ۲۸ لړم۱۳۹۹
د هیواد په کچه د ملي پراختیا شرکت لخوا په لسهاوو ودانیزو او ټولګټو پروژو کارونه روان دي؛ یو له هغوی څخه فاریاب ولایت کې ټولنیز صالون دی چې تیره ورځ پرانیستل شو.
دا صالون چې د ۱۰۰۰کسانو د ځاییدو وړتیا لري او په یو پوړیز شکل په ۶۹۰متره مربع مساحت ځمکه کې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي لګښت، د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیز تصدی لخوا ودان شوی، خلک به د ټولنیزو ناستو، سیمیزو جرګو او نورو اړوند برخو کې ورڅخه کار واخلي.
یاد ټولنیز صالون د فاریاب ولایت میمنې ښار دریمه ناحیه کې، د پوهنتون انګړ کې جوړ شوی او ددې سربیره د ملي پراختیا شرکت لخوا په څو نورو ودانیزو پروژو هم کارونه روان دي چې یو له بل پسې به ېې کارونه بشپړ او د خلکو چوپړ ته به وسپارل شي.