پنجشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۹
د هیواد هر ګوټ ته د زده کړو لمن غوځولو او ماشومانو او تازه ځوانانو ته د درسې زمینې برابرولو په موخه په ډیر شمیر ولایتونو کې د ښوونځیو په جوړیدو کارونه روان دي او څه ېې بشپړ شوي هم دي.
یو له دې ښوونځیو څخه چې ودانیز کارونه ېې د ملي پراختیا شرکت پای ته رسولي پکتیکا ولایت مرکز مقربخېل کلي د مدینه په نوم ښوونځی دی، چې تیره ورځ د پکتیکا د والي ډاکټر مجیب الرحمن څمکني او یو شمیر نورو مسؤلینو لخوا د پټي په پرې کولو سره د پوهنې ریاست ته په رسمی ډول وسپارل شو.
دا ښوونځی چې اته ټولګي او نورې اړوند او اړینې څانګې لري، پکتیکا ولایت د هغه څلور بابه ښوونځيو له ډلې یو دی چې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا جوړ شوی.
د یادونې وړ ده چې پکتیکا ولایت کې د یاد ښوونځي سربیر درې بابه نور ښوونځي چې دمګړۍ پرې کارونه روان دي هم پرانیستو ته نږدې دي.