پنجشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت بلخ ولایت شولګرې ولسوالۍ کې د لس ټولګي درلودونکي ښوونځي ودانیز کارونه بشپړ کړي دي.
دا ښوونځی د ښار جوړونې او ځمکو وزارت په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ریاست له لورې په څه کم۱۰۰۰متره مربع مساحت ځمکه کې په دوه پوړیز شکل ودانه شوې چې لسهاوو زده کوونکو ته ېې د زده کړې زمینه برابره کړې ده.
د یادونې وړ ده ددې ښوونځي په جوړیدو سره په سیمه کې پراته خلک له دې څخه خوښ دي چې ماشومانو ېې د پوهنې له رڼا څخه برخمند کیږي.