جمعه ۳۰لړم ۱۳۹۹
لکه څنګ چې اړتیاوه څو د پوهنې بڼ بیرته خپل لمړي حالت ته ننوځي او د باروتو بوی او د مرمیو ویجاړې او اثار ېې له منځه ولاړ شي، د ولسمشر په لارښوونه او د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مرسته، د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیز ریاست ټیم لاس په کار شو او د زدکړو ډګر ېې بیرته ورغوه.
دیادونې وړده چې د کابل په پوهنتون د څو اونې وړاندې برید کې چې له شاوخوا پنځوس څخه د ډیرو محصلینو او غیرې پوځي کسانو د مرګ ژوبلې لامل شو، تر څنګ ېې د پوهنتون د حقوقي زدکړو ملي مرکز هم ډیر ځیان لیدلی وو چې بیارغونې ته ېې اړتیا درلوده.
دمګرۍ ویجاړ شوي ځایونه، خونې او ودانۍ له رغونې وروسته، د زدکړو او ګټې اخیستنې لپاره چمتو شوي دي.