شنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۹
پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار او خیرکوټ ولسوالۍ مرکزي روغتونو کې د ناروغ لرونکو د تم کیدو او هوساینې په موخه یو باب انتظار خونه د دوانیزو چارو له بشپړیدو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې تیره اونۍ پرانیستل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د پرانیستو په مراسمو کې د پکتیکا والي ډاکټر مجیب الرحمن “څمکني” دولایتي شورا وکیلانو، چارواکو اوقومي مشرانو ګډون کړی وو، چی د والي په ګډون ډير شمیرو، ددې پروژې د کار دښه او معیاري کیفیت څخه ستاینه وکړه.
یادې انتظار خونې هره یوه ېې په۳۵۰متر مربع ځمکه کې ودانه شوې او په یو وخت کې د نارینه او ښځينه وو لپاره د جلا جلا برخو په درلودو، د ۲۵۰تنو د ځائیدو ظرفیت لري.
ددې انتظار خونو ودانیز کارونه د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ پرمخ وړي او مالي لګښت ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا ورکول شوي دي.