دوشنبه ۳ لیندۍ ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت لخوا د کنړ ولایت شیګل ولسوالۍ په موڼي کلي کې، یو باب جومات تر ودانیزو چارو لاندې دی.
یاد جومات، اودس ځای، شنه سیمه او انګړ لري او د هغو جوماتونو له ډلې څخه یو دی چې د ولسمشر په لارښوونه، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا د هیواد د ولسوالیو په کچه جوړیږي.
ددې جومات تر څنګ د کنړ ولایت په مرکز او ولسوالیو کې هم په یو یو محراب جومات د جوړېدو چارې روانې دي