پنجشنبه ۶لیندۍ ۱۳۹۹
هرات کې د مازدار خان حوض چې د دې ولایت په نهمه ناحيه کې موقعیت لري؛ هیواد کې یو له تاریخي او لرغوني اثار کڼل کیږي.
دا حوض چې ویل کیږي د تیموریانو دورې پورې تړاو لري، هلته د اوبو د کمښت له کبله د اوبو زیرمه کولو په موخه، د ۸۵۰ او ۹۱۱ قمري کلونو ترمنځ ودان شوی دی.
د مازدار خان حوض چې د وخت په تیریدو او بې غورۍ له امله د ویجاړیدو او لمنځه تلو په حال کې وو، د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مالي ملاتړ ېې د بيا رغونې او ترمیم چارې د ملي پراختیا شرکت، د افغاني ودانیزه تصدۍ پرمخ وړي.
دمګړۍ ددې حوض په رغنیزو چارو کې نږدې ۷۵سلنه پرمختګ شوی او د پاتې کارونو له بشپړیدو وروسته به پرانیستل شي.
دا حوض چې د سیمې خلکو ته د اوبو رسولو په موخه جوړ شوی وو، ۱۲.۲ متره اوږدوالی او ۷.۳ متره پلنوالی لري، له کلونو راهیسي له کاره لویدلی وو او ځایي خلکو په ځانګړي ډول له ۱۳۵۰ هجري لمريز را وروسته د ژورو څاګانو د کیندلو له لارې خپلې اړتیا وړ اوبه پوره کولې.