پنجشنبه ۶لیندۍ ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت پکتیکا ولایت زرغون شهر ولسوالۍ کې د اته ټولګي درلودونکي اناثیه ښوونځي ودانیز کارونه بشپړیدو ته نږدې کړي او د پاتې دوه سلنه تخنیکي چارو له بشپړیدو وروسته به پرانیستل شي.
د عمري په نوم دا ښځینه ښوونځی چې ودانیز کارونه ېې د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ریاست لخوا، د ښار جوړونې او ځمکو وزارت په مالي پرمخ وړل کیږي، په یو پوړیز شکل ودانه شوې او ۹۸ سلنه ودانیز کارونه ېې بشپړ شوي دي.
دا ښوونځی چې په شاوخوا ۸۶۵مربع متره مساحت ځمکه کې ودان شوی او اته ټولګي او نورې اړینې ادارې خونې لري، پرانیستو سره به ېې د سیمې خلک د خپلو اولادونو د ښوونې او روزنې په برخه کې هوسا او له ستونزو خلاص شي.