یکشنبه ۹ لیندۍ ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت لخوا د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د لرغونو آثارو د بیارغونې چارې روانې دي چې یو له هغوی څخه د خواجه محمد غازي مقبرې بیارغونه ده.
د خواجه محمد غازي مقبره چې د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې موقعیت لري، ودانیز کارونه ېې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیز ریاست لخوا پرمخ وړل کیږي.
دا مهال د مقبرې ودانیز کارونه شاوخوا ۷۵ سلنه پرمخ تللي او ډير ژر به پاتې کارونه هم بشپړ شي.