دوشنبه ۱۰ لیندۍ ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت لخوا د کنړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ بازار کې، یو باب جومات تر ودانیزو چارو لاندې دی.
یاد جومات د ولسمشر په لارښوونه، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا جوړیږي.
ددې جومات تر څنګ د کنړ ولایت په مرکز او ولسوالیو کې هم د پنځه محرابه جوماتونو او یو شمیر نورو ودانیزو پروژو چارې روانې دي چې ځینې به ېې په راتلونکو څو میاشتو کې پرانیستل شي.