سه شنبه ۱۱ لیندۍ ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت اړوند د ننګرهار وادي کرنیز شرکت، د هڅو په دوام کرهنې ته، د لسهاوو کرنیزو شنو خونو د چمتو کونې چارې پیل کړې.
دا مهال د مسلکي ټيم لخوا په شنو خونو چې شمیر ېې کابو اویاوو ته رسیږي، د اوبو رسونې په څاڅکي سیستم او اړوند برخو کارونه پيل شوي چې ډير ژر به بشپړ شي.
په دې شنو خونو کې به سابه او بیلابیل تازه کرنیز محصولات کښت او له حاصل وروسته بازار ته وړاندې شي، چې له یوې خوا به خلکو کار او له بل پلوه به په کرنیزو محصولات هیواد ورو، ورو ځان بسیا کړي.