شنبه ۱۵ لیندۍ ۱۳۹۹
دا ناسته د ملي پراختیا شرکت د اجرائیوي مشر ښاغلي عبدالرحمن عطاش، د دولتي شرکتونو د مشر، د ملي پراختیا شرکت د تولیداتو او همغږۍ د مرستیال، د سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو د استازو او د کور جوړونې تصدۍ د مشر په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې د لاله غزنوي او بګرامي دولتي ښارګوټو او آپارتمانونونو د پلور او اقساطو د مودې غوځولو په تړاو بحث او پریکړه وشوه.
همداشان ددې غونډې ګډونوالو د ښارګوټو او په خاصه توګه د اماراتو او قصبې ښار ګوټو د ساتنې او څارنې په هلکه خبرې وکړي.