یکشنبه ۱۶ لیندۍ ۱۳۹۹
سرپل ولایت کې د شاه چنار شپږ ټولګي درلودنکې ښوونځی جوړ او ودانیزې چارې ېې پای ته رسیدلي دي.
دا ښوونځی د وړاندې جوړو ودانیزو ټوټو څخه په ګټې استفادې، د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ودانیز ریاست لخوا جوړ شوی او ودانیزې چارې ېې پرمخ وړل شوي.
ددې ښوونځې مالي لګښت د ښار جوړونې او ځمکو وزارت لخوا ورکړل شوی او ودانۍ ېې په شاوخوا ۶۲۰ مربع متره مساحت ځمکه کې په یو پوړیز شکل ودانه شوې.