دو شنبه ۲۴ لیندۍ ۱۳۹۹
د پروان ولایت کوه صافي ولسوالۍ کې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا په یو محراب جومات ودانیز کارونه روان دي چي پکې د پام وړ پرمختګ شوی.
ددې جومات ودانیز کارونه چې د روان کال غبرګولي میاشتې په وروستیو کې پیل شوي، دمګړۍ ېې بنسټیزې چارې بشپړیدو ته نږدې دې او تر راتلونکو څو میاشتو به ېې پاتې کارونه هم پای ته ورسیږي.
د سیمې اوسیدونکي ددې پروژې له پلې کیدو څخه خوار خوښ دي او وايي چې ددې جومات پرانیستو سره به، له یوې خوا د عبادت او پنځه وخته لمونځنو په ترسره کولو او له بل پلوه به د ماشومان د لمړنیو او دیني زدکړو په برخه کې آسانتیا رامنځته شي.