چهار شنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۹
د فراه ولایت مرکز کې د یو باب ټولنیز صالون چې په نږدې ۷سوه مربع متره مساحت ځمکه کې جوړ شوی او په یو وخت کې د ۱۰۰۰کسانو د ځاییدو وړتیا لري کارونه بشپر او پرانیستو ته چمتو دی.
د وخت په معیارونو سره برابر دا ټولنیز صالون چې ودانیزې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا پای ته رسول شوي، خلکو ته به د ټولنیزو ستونزو د حل اړوند ناستو او غونډو د ترسره کولو په برخه کې آسانتیا رامنځته کړي.
ددې صالون مالي لګښت د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې له لورې ورکول شوی او له دې سربیره فراه ولایت کې په څو نورو ودانیزو پروژو هم کارونه روان دي.