چهارشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۹
نن د پلازمینې کابل د قرباغ ولسوالۍ یو شمیر قومي مشرانو، عالمانو او مخورو د عبدالرحمن عطاش په مشرۍ د ملي پراختیا شرکت له کړنو څخه ستاینه وکړه او له هغې څخه ېې خوښي وښوده.
یادو ولسي مشرانو د ملي پراختیا شرکت کې د یوې ناستې په ترڅ کې، د دې شرکت د لوی اجرایوي مشر ښاغلي عبدالرحمن عطاش، د دې شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ د رییس احمد جاوید اخلاص او یو شمیر نورو مسئولینو څخه مننه او ستاینه وکړه، چې په دې سختو شرایطو کې ېې د هیواد بیا آبادولو په موخه په نوښتګره مدیریت، پراختیايي او ودانیز پلانونه په ښه توګه تطبیق کړي او د هر اړخیزه پرمختګ او سمسورتیا لپاره نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي.
له راغلو میلمنو څخه د ښاغلي عطاش په استازیتوب ددې شرکت دفتر مشر ښاغلي وحیدالله رحمدل او د بنايي ودانیزې تصدۍ د رییس ښاغلي جاوید اخلاص لخوا هرکلی وشو او د پلانونو عملي کېدو په برخه کې ېې د خلکو له هراړخیزو همکاريو څخه مننه وکړه.
یادو مسئولینو ډاډ ورکړ چې د ملي پراختیا شرکت د هیواد د آبادۍ، ښيګڼي او پراختیا لپاره ښې طرحې او ګټور پلانونه په پام کې لري، چې په پلې کیدو سره به یې له یوې خوا خلکو ته کاري بوختیا او له بل پلوه به د آباد افغانستان شاهدان اوسو.