دوشنبه ۱مرغومې ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت بغلان ولایت او ولسوالیو کې د اتلسو ودانیزې پروژې عملي کارونه پرمخ وړي چې ودانول ېې اړین او پرانیستل به ېې په اړوند برخو کې تر ډيره بریده د خلکو ستونزې حل کړي.
پنځه پروژې چې یو لوی جومات، ټولنیز صالون، د لوبو جمنازیم او دوه بابه انتظار خونې پکې شاملې دي د بغلان ولایت په مرکز کې پلي شوي، چې د ځینو کارونه ېې بشپړ شوي هم دي.
همداشان د ولسوالیو لپاره په ۱۳ محرابه جوماتونو هم عملي چارې پیل شوي چې په مرکزي بغلان، برکه، دوشي، نهرین، بنو، جلګه، خنجان، دهنه غوري، بل حصار، خوست، ده صلاح، تاله برفک او فرنګ ولسواليو کې په بیل مساحت او بیل شکل جوړیړي.
د یادو ټولو پروژو ودانیزې چارې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزه تصدۍ پرمخ وړي او مالي لګښت ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا ورکول کیږي.