سه شنبه ۲ مرغومې ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت د څو نورو ولایتونو په څير، میدان وردګ ولایت کې هم د کویډ ۱۹(کرونا) سل بستره روغتون ودانیز کارونه پرمخ وړي.
دا روغتون چې له وړاندې جوړو ودانیزو ټوټو څخه په استفادې د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا جوړیږي؛ سمبالې خونې او مختلفې روغتیايي برخې به ولري.
دمګړۍ ددې پروژې ودانیز کارونه له ۶۵سلنې څخه ډير پرمخ تللي او تمه ده پاتې کارونه ېې ډیر ژر بشپړ او د روغتیايي چوپړتیاوو د وړاندې کولو لپاره د هیوادوالو پرمخ پرانیستل شي.