چهارشنبه ۳ مرغومې ۱۳۹۹
د دایکندي ولایت مرکز نیلي ښار کې، په دوو پوړونو کې د یو محراب جومات ودانیز کارونه روان دي چې د سلهاوو تنه لمونځ کوونکو د ځاییدو وړتیا لري.
دا جومات چې ودانیز کارونه ېې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزه تصدۍ پرمخ وړي، دمګړۍ ېې د محراب په خشت کارۍ او د مرمر ډبرو د فرش تر څنګ په بیلابیلو برخو کارونه جریان لري.
ددې جومات ټولیز مساحت ۱۶۰۰مربع متره دی او نږدې ۴۳سلنه ودانیز کارونه ېې بشپړ شوي دي.