سه شنبه ۹ مرغومې ۱۳۹۹
د زابل ولایت پوهنتون کې د یو باب لیلېې ودانیزې چارې په ښه توګه پرمخ روانې دي چې په جوړیدو سره به ېې په دې پوهنتون کې د محصلینو د اوسیدو ستونزه حل او هغوی ته به د اوسیدو په برخه کې آسانتیا رامنځته کړي.
دا لیلیه چې په نږدې ۶۰۰۰متره مربع مساحت ځمکه کې له تهکوۍ سره په شپږو پوړونو کې جوړیږي، د اړینو امکاتو د شتون سربیره د ۱۰۰۰ تنو محصلینو د ځاییدو وړتیا لري.
ددې لیلیې ودانیزې او تخنیکي چارې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا پرمخ وړل کیږي او مالي لګښت ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړه اداره ورکوي.