چهار شنبه ۹ مرغومې ۱۳۹۹
تیره ورځ د هلمند مرکز لښکرګاه بست روغتون کې د یو باب سل بستره روغتون د بنسټ ډبره کیښودل شوه.
دې مراسمو کې د هلمند والي جنرال عبدالنبي الهام ترڅنګ د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالاحد حازم د بست ولایتی روغتون امر ډاکتر زلمي پښتون او ګن شمیر نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.
دا روغتون چې د ملي پراختیا شرکت د خانه سازي ساختمانی تصدي لخوا ېې ودانیزې چارې پرمخ وړل کیږي، مالي لګښت ېې د آسیا پراختیايي بانک ورکوي.
یاد روغتون چې د سل بسترو ترڅنګ به، په بیلابیلو روغتیايي څانګو سمبال وي، د وړاندې جوړو ودانیزو ټوټو څخه په استفادې جوړیږي.