پنجشنبه ۱۸ مرغومې ۱۳۹۹
د علامه محمد ابن حبان بستی زیارت چې د هلمند په بست کې دی، د بیارغونې کار یې د روان کال د زمري په پنځمه پیل او تر اوسه ۴۶ سلنه کار یې پر مخ تللی دی.
د یادې پروژې مالي لکښت د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات لخوا ورکول شوی او عملي کارونه یې د ملي پرختیا شرکت د افغاني تصدي لخوا پر مخ وړل کېږي.
ابن حبان چې په ابن بستي مشهور وه، د خپل وخت له مشهورو علماوو څخه وه. هغه دهلمند ولایت په بست کې زېږېدلی او په لسګونو آثار ترې پاتې دي.