پنجشنبه ۲۵ مرغومې ۱۳۹۹
لکه څنګه چې د وخت په تیریدو سره پلازمینه کابل کې د یوشمیر روغتونو ودانۍ زیانمنې شوي، نو خلکو ته د هر څه غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه بیا رغول کیږي.
دا ملي روغتونونه چې د کابل په بیلابیلو برخو کې موقعیت لري او شمیر ېې ۲۱ بابو ته رسیږي، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیزې تصدۍ لخوا ېې کارونه پرمخ وړل کیږي.
هغه ودانیز فعالیتونه چې دمګړۍ په یادو روغتونو کې پيل شوي د پلستر کارۍ، کاشي کاري، رنګمالي، د ویجاړ او زیانمنو شوو برخو بیا رغونه، د بریښنا سیسټم ترمیم او تنظیم په څير نورې اړینې برخې په ځان کې رانغاړي.
د دې پروژې انجنیران او کارګړ هڅه کوي چې له پلان سره سم د دې روغتونو د بیارغونې او ترمیم کارونه په خپل وخت بشپړ کړي او بیاځلي ېې د چوپړتیاوو په موخه چمتو کړي.